د «Bernama» د خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په مراكش كښې د اسلامی عدالت او پراختيا د ګوند كاميابی په تيونس كښې د اسلام پالو د ګوند له برياليتوبه يوه مياشت وروسته رامنځته شوه او اټكل كیږی چې په مصر كښې به هم اخوان المسلمين ګوند ددغه هيواد د ننيو تر سره كيدونكو انتخاباتو ګټونكی وی.
د مراكش د كورنيو چارو د وزارت له خوا د اعلان شويو نتائجو له مخې د اسلامی عدالت او پراختيا ګوند د پارليمان له ٣٩٥ څوكيو څخه ١٠٧ كرسۍ و ګټلې او هغو نورو دريو ګوندونو چې ټاكل شوې ده د اسلامی عدالت او پراختيا ګوند به ورسره ائتلاف وكړی په مجموعی توګه ١١٧ څوكۍ وګټلې. 906968