IQNA

د سعودی عربستان د ختیځو سيمو خلكو اعتراض ته دوام وركړی

19:47 - November 30, 2011
د خبر لمبر: 2231488
نړيواله ډله: د محرم د مياشتې له دريمې (۳) شپې سره په يو وخت د سعودی عربستان د ختیځ سيمو وسيدونكو د شپې په مهال مظاهرو سره د ال سعود د پوځيانو په لاس د څلورو(۴) مظاهره چيانو وژله وغندله.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له الانتقاد ورځ پاڼې یې نقلوی د سعودی عربستان د العواميه سيمې مظاهره چيانو د دغه ښار په واټونو كښې د شپې په مهال د مظاهرو په ترسره كولو سره د عربستان د عسكرو په لاس د وروستيو حملو د وژل شويو كسانو د عسكونو په لاسونو كښې وړلو سره د ال سعود د حكومت د مخالفانو وژله وغندله.
د سعودی عربستان په ختیځ كښې شيعه ميشته سيمې په تيرو څو اونيو كښې د حكومتی عسكرو په ډزو كښې د يوه شپاړس(۱۶) كلن ځوان په شمول د څلورو(۴) كسانو له وژل كيدا وروسته له نااراميو سره مخامخ شوی او د عربستان عسكر هم د دغو اعتراضونو د ځپلو لپاره اوس د قطيف په شمول په بيلابيلو ښارونو كښې ديره شوی دی.
خبرې سرچينې وايی د سعودی عربستان شيعه مسلمانان چې اكثره په ختیځو سيمو كښې وسیږی چيرې چې زيات تيل پكښې دی او د ال سعود كورنۍ د واكمنۍ په اوږدو كښې د ټولنيز او اقتصادی حالت په شمول په ډير بد حالت كښې دی په دې ډول چې د سعودی عربستان حكومت د دغه هيواد له شيعه مسلمانانو سره د دوهمې درجې د ښاريز په شان چلند كوی.
د عربستان د ختیځ سيمو شيعه مسلمانانو ته حكومتی كارونه نه وركول كیږی او هغوې ډير محرومه ساتل شوی.
د ويلو ده چې د سعودی عربستان په شمول په اكثره عربو هيوادونو كښې ديكتاتور حكومتونه د امريكا، انګلستان او نورو اروپايی هيوادونو په مټ په خلكو ديكتاتوری كوی او عام خلكو ته په حكومت كښې هیڅ څوكې او ونډه نه وركول كیږی.
908056
captcha