د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه وويل د ايران ولس د انګريزانو د تيرو څو لسيزو له چلنده خپه دی او تر دې دمه ترې كړیږی.
ډاكټر لاريجانی نن په خبری كانفرانس كې وويل د ايران ملت په تيروڅولسيزوكې د انګريزحكومت له چلندونوخپه دی اودانه خوښوی اوكه ددغه هيوادحكومت په دې موضوع كې شك لری نوپه نظرسنجۍسره داموضوع اثبات كړی.
هغه هم دا راز د ايران د اسلامی جمهوريت په وړاندې د انګريز حكومت چلند شرمونكی او بلا غواړی وباله او روښانه ئی كړه انګريزان پوهیږی له انګلستان سره د ايران د اړيكو كميدا د دغه هيواد د حكومت ناوړه چلندونو ته يوځواب دی.
د اسلامی شورا مشر دې ته په اشارې سره چې له تيرو څولسيزو راهسې د ايران له ملت سره د انګريزانو چلند مناسب نه دی ټينګار وكړ د پهلوی رژيم له نسكوريدا وروسته د ايران ملت تل د انګلستان د حكومت له سپيرهّ چلند سره مخامخ دی.
ډاكټر لاريجانی هم دا راز په دې خبرې په ټينګار سره چې د ايران ملت غليمانه چلندونه نه منی وويل اسلامی ايران نوروهيوادونو ته سپارښتنه كوی چې د ايران د ملت په وړاندې مناسب چلند ولری .
د ايران د پوهنتونونو په زرګونو محصيلينو پرون د تهران په ضد د لندن په غليمانه سياستونو په اعتراض كې په تهران كې د انګلستان د سفارت انګڼ ته ورننوتل ا و د دغه هيواد بيرغ یې راكوز كړ.
908491