IQNA

23:18 - November 30, 2011
د خبر لمبر: 2232325

د عربستان په الاحساء ولايت كښې د شيعه مسلمانانو تر ټولو ستره حسينيه وتړله شوه.

بين المللی ډله: د آل سعود د رژيم چارواكو د عربستان د الاحساء د شيعه ميشت ولايت په المنطقه الشرقيه سيمه كښې د بوحليقه په نامه ددغه ولايت تر ټولو ستره حسينيه بې له كومو واضحو او څرګندو دلائلو وتړله

د راصد خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دې لړ كښې د عربستان حقوقی سرچينو اعلان وكړ: د آل سعود د رژيم امنيتی چارواكو د روان ميلادی كال په وړومبيو كښې ددغې تازه جوړې شوې حسينۍ د بندولو حكم صادر كړی دی.
دغه حسينيه پرون په داسې حال كښې وتړله شوه چې د يكشنبې په ورځ د محرم الحرام د مياشتې د پيليدو سره په يو وخت په دغه حسينيه كښې د اباعبدالله الحسين (ع) د وير او ماتم مراسم شروع شول او همدارازپه دغه حسينيه كښې مختلفې دينی او كلتوری برنامې هم تر سره كيدې. 908432
captcha