د راصد خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دې لړ كښې د عربستان حقوقی سرچينو اعلان وكړ: د آل سعود د رژيم امنيتی چارواكو د روان ميلادی كال په وړومبيو كښې ددغې تازه جوړې شوې حسينۍ د بندولو حكم صادر كړی دی.
دغه حسينيه پرون په داسې حال كښې وتړله شوه چې د يكشنبې په ورځ د محرم الحرام د مياشتې د پيليدو سره په يو وخت په دغه حسينيه كښې د اباعبدالله الحسين (ع) د وير او ماتم مراسم شروع شول او همدارازپه دغه حسينيه كښې مختلفې دينی او كلتوری برنامې هم تر سره كيدې. 908432