IQNA

د عربو د اتحادئۍ له خوا د سوریۍ بائيكاټول د عربی هيوادونو د راتلونكی له پاره يو ګواښ دی.

0:09 - December 02, 2011
د خبر لمبر: 2232582
بين المللی ډله: د لبنان د حزب الله د لوئې مدير مرستيال د سورئۍ د بائيكاټولو په باب د عربو د اتحادئۍ په فيصلې باندې په نيوكې سره ټينګار وكړ: دا فيصله د لويدیځوالو له خوا د هغو عربی هيوادونو د راتلونكی ګواښونكې ده چې په دغې اتحادئۍ پورې په اړوندو چارو كښې لاسوهنه كوی.
د لبنان د اسلامی مقاومت د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د حزب الله د عمومی منشی مرستيال شيخ نعيم قاسم چې د لبنان په طريق المطار سيمه كښې ئې د محرم د دريمې شپې د روڼولو په مراسمو كښې ئې خبرې كولې څرګنده كړه: د عربو اتحادئۍ په دې فيصلې سره په سيمه كښې د مقاومت د غلی كولو له پاره د امريكې د پلان په لاره كښې ګام پورته كړی دی او د مقاومت له يو ور يعنې د سورئۍ له لارې داخله شوه.
شيخ نعيم قاسم په دوام كښې زياته كړه: د عربو د اتحادئۍ دا دریځنيونه ددغې اتحادئۍ په راتلونكی باندې اغيزمنه ده او ددې سبب كیږی چې هغه غړی هيوادونه چې د عربو د اتحادئۍ په چارو كښې ئې د دخالت كولو عادت اخيستې دی د لويدیځ د هدف وړ وګرځی.
دوی څرګنده كړه: د عربو اتحادئۍ له پكار دی چې د اسلامی مقدساتو د آزادولو له پاره كوشش وكړی خو نن سبا داسې كومه هڅه او كوشش نه وينو نو په دې وجه د عربو د اتحادئۍ نوم ددغه سازمان سره نه ښائی. 908369
captcha