IQNA

خاتمی: امنيت شورا او لويدیځ دې د انګلستان په شړيدلې تناب ځان نه بې باوره كوی

9:04 - December 03, 2011
د خبر لمبر: 2232795
سياسی ډله: د تهران د جمعی لمانځه ځطيب وويل امنيت شورا او اروپايی هيوادونه دې د انګلستان په شړيدلې تناب ځان نه بې باوره كوی .
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت سيداحمد خاتمی د ايران پرضد د انګلستان د حكومت وروستی دریځ ته په اشارې سره وويل انګريز حكومت نور د اسلامی نړۍ د او ايران د ملتونو په وړاندې بې عزته شوی دی او غواړی چې لګښتونه یې يو واربيا په اروپايی هيوادونو او نړيوالو ارګانونو وويشی .
هغه يو وار بيا ټينګار وكړ انګريزان په نړۍ كښې رسوا شوی او شرميدلی دی ، تل یې د ايران د ملت په وړاندې ماتې خوړلی چې يو مورد یې د اړيكو دكمولو په باب د ايران د اسلامی شورا وروستۍ مصوبه ده .
آيت الله خاتمی اروپايی هيوادونو ته سپارښتنه وكړه خپل برخليك له انګريزانو سره ونه تړی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب همدغه راز زياته كړه د قاجار په وخت انګلستان د رويتر او تنباكو په شرموونكو تړونونو سره په دې پسې ؤ چې ايران د انګلستان غلام او مستعمره شی ، خو محمدعلی كنی اوميرزای شيرازی په څير د وتليو عالمانو په هوښيارۍ سره انګريزان ناكامه شول .
خاتمې په ايران كښې د دسامبر اوومې د محصلينو ورځی ته اشاره وكړه او دغه ورځ یې له امريكا او انګلستان سره په مقابلې كښې د محصلينو له استكبار سره د ضد بيلګه وبلله او ټينګار یې وكړ د ۱۹۵۳ ميلادی كال د دسمبر په ۷ د يو شمير محصلينو شهادت د ايران د ژمنو محصلينو لپاره د وياړ يو بل سند دی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب د شهيدانو د سردار حضرت امام حسين (ع) او د هغوئ د ۷۲ وفادارانو يارانو د شهادت د وير او ماتم ورځو ته اشاره وكړه اوویې ويل هر ټپ له يوی مودې وروسته زړیږی ، خو د سيد الشهدا(ع) دروند ټپ يو داسی غم دی چې هیڅكله نه زړیږی .
909431
captcha