IQNA

د ايران د ټيليويژن په اونيز پروګرام كښې د كربلا د سترې پیښې په رامينځته كيدو كښې د يهود قام رول وڅیړل شو.

19:51 - December 02, 2011
د خبر لمبر: 2232825
د قرآنی فعاليتونو ډله: د دينی حوزې او د پوهنتون استاذ حجت الاسلام والمسلمين منصوريان دامغانی نن د ټی وی په دغه ژوندۍ خپرونه كښې د كربلا په پیښه كښې د يهوديانو د رول د موضوع په مطرح كولو سره دغه موضوع وڅیړله.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د دينی حوزې او د پوهنتون استاذ حجت الاسلام والمسلمين منصوريان دامغانی ددغو خبرو اترو په پيل كښې په زيارت عاشورا كښې د مطرح شويو مفاهيمو مختلفې برخې د يو قدسی حديث په توګه وجاجولې او څرګنده ئې كړه: په دغه زيارت كښې هم سلام او درود مطرح دی او هم لعنت، په زيارت عاشورا كښې د لعنتونو او ورپورې د اړوندو ټكيو شمير د سلام او درود په شان كلماتو دوه برابره دی، عاشورا يوه ستره پیښه ده ځكه چې په دې كښې د عترت دښمنان او دوستان د يو بل په وړاندې ودريدلی دی .

منصوريان دامغانی ووئيل: زيارت عاشورا په هره جمله كښې يو لړ موضوعات مطرح كوی او په وړاندې ځی. په وړومبۍ برخه كښې ئې درود او سلام دی «اَلسَّلامُ عَلَیْكَ يا اَباعَبْدِاللَّهِ...»، په دويمه برخه كښې د دغې پیښې د عظمت او ستر توب په باب خبره كوی «لَقَدْ عَظُمَتِ الرَّزِیَّةُ وَ جَلَّتْ وَ عَظُمَتِ الْمُصيبَةُ...» او په دريمه برخه كښې د دښمن پيژندنې موضوع بيانوی او وائی: «فَلَعَنَ اللَّهُ اُمَّةً اَسَّسَتْ اَساسَ الظُّلْمِ وَ الْجَوْرِ عَلَیْكُمْ اَهْلَ الْبَیْتِ ...».
دوی زياته كړه: په څلورمه برخه كښې د عترت له دښمنانو او د هغو له پيراونو څخه د خدای تعالی (ج) په لور بيزاری ليدله كیږی: «بَرِئْتُ اِلَى الله ...» خو مهم ټكی دا دی چې د امام حسين (ع) په قاتل( شمر) باندې لعنت ددغه زيارت په كومه برخه كښې راغلی دی؟ دغه لعنت، لسم لعنت دی، دا خبره ددغه زيارت لوستونكی په فكر كښې اچوی چې اصلی قاتل دې ولې د لعنت په لسمه برخه كښې راشی؟ او دا هغه ځائې دی چې ددغې سترې پیښې په اسرارو باندې پوهیږو او په دې چې داسې يو شمير نورې ډلې وې چې د شمر په لاس ئې د ابا عبدالله الحسين (ع) په وژلو كښې لاس درلود.


د حوزې او پوهنتون دغه استاد څرګندونه وكړه: خو په دې زيارت كښې وړومبۍ لعنت په كومو كسانو لیږل شوی دی،«فلَعَنَ اللَّهُ اُمَّةً اَسَّسَتْ اَساسَ الظُّلْمِ وَ الْجَوْرِ عَلَیْكُمْ اَهْلَ الْبَیْت» هو! پر هغه امت باندې چې د پيغمبر اكرم حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغوی دپاكې كورنۍ آزارول او تنګول ئې پيل كړی وو او د امام زمان (عج) تر راتلو پورې به دغه ځورونه همهغه شان دوام ولری، خو دغه امت كوم كسان كيدې شی ؟ دوی له دريو حالتو ته بهر نه دی، وړومبۍ د مشركانو ډله، دويمه د منافقان او دريمه ډله د يهودو او نصاراوډله ده. دا شان چې امام حيسن (ع) د كوفې خلكو ته په خطاب كښې ووئيل: تاسو اور بل كړ خو تاسې د كوفې خلك زما دښمنان نه ياست بلكې هغه څوك چې زما سره دښمنی كوی، زمونږ او تاسو ګډ دښمن دی.909421

captcha