IQNA

19:51 - December 02, 2011
د خبر لمبر: 2232826

د عفوې بين المللی سازمان په عربستان كښې د شيعه مسلمانانو د حقوقو په نقضيدو او تر پښو لاندې كيدو باندې نيوكه وكړه.

بين الملل ډله: د عفوې بين المللی تنظيم پرون په عربستان كښې د شيعه مسلمانانو د حقوقو په نقضيدو باندې په نيوكې سره اعلان وكړ: د عربستان حكومت ددغه هيواد په مختلفو ښارونو كښې په سوله ايزو مظاهرو كښې د ګډون كولو په تور څه باندې ٣٠٠ كسان ونيول او د هغوی حقوق ئې تر پښو لاندې كړل.

د اباء خبری آژانس له خولې د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د عفوې بين المللی سازمان پرون د يو رپورټ په خپرولو سره ټينګار وكړ: سعودی ځواكونه له نيول شويو كسانو څخه ژمنه اخلی چې هغوی په دې شرط خوشی كوی چې په راتلونكی كښې به په هیڅ ډول مظاهرو كښې ګډون نه كوی.
د عفوې په بين المللی سازان كښې د عربستان د چاروكارپوه په دې باب ووئيل: هغه مظاهره چيان چې سوله ايزې او پرامنې مظاهرې تر سره كوی د عربستان د امنيتی ادارو د ځپونكو اقداماتو هدف ګرځی څو د هغوی اصلاح غوښتونكې چغې غلې شی او همداراز د آل سعود د رژيم ځواكونو زياتره مظاهره كونكی له عربستانه له بهر وتو څخه منعه كړی دی.
د عفوې د بين المللی سازمان رپورټ همداراز وائی: د عربستان پوليس په خپل ټول توان سره په دغه هيواد كښې د شيعه مسلمانانو سره برخورد كوی او دغه ځپنې د ترهګرۍ سره د مقابلې په پلمه تر سره كیږی. 909469
captcha