IQNA

د رفيق حريری د قتل نړيواله محكمه د امريكې او اسراييلو د ګټو خيال ساتی

9:02 - December 03, 2011
د خبر لمبر: 2232966
نړيواله ډله: د حزب الله مشر پرون د دسمبر په لومړۍ نیټې د عزادارۍ ماتم كې په خپل خطاب كې په دې خبری ټينګار وكړ د رفيق حريری قتل نړيواله محكمه د امريكې او اسراييلو د ګټو خيال ساتی او حزب الله ته زيان وركولو پسی دی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز المنار یې نقلوی چې د لبنان حزب الله غورځنګ مشر ښاغلی سيد حسن نصرالله د بيروت په مجمع شهداء نومې ځای كې د عزادارۍ په ماتم كې په خپل خطإب كې وويل چې د رفيق حريری قتل نړيواله محكمه يوه غير قانونی محكمه ده چې هغه د امريكې او اسراييلو د ګټو خيال ساتی.
نو همدې لامله مونږ دې محكمې لپاره د هیڅ ډول بجټ او پيسو منظوری يا هغه سره همكارۍ كولو سخت مخالف يوو. ځكه چې هغوی د لبنان د ملی ګټو خيال نه ساتی بلكې د لبنان د دښمنانو ګټې تامينوی.

909360
captcha