د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له الانتقاد ورځپاڼې یې نقلوی چې د لبنان د جمعی لمانځه خطيب «سيدعلی فضلالله»، كښې وويل د بحرين د اعتراض كونكو او مظاهره چيانو لپاره د پانسۍ د حكمونو وركول او د مظاهره چيانو نيول د نړيوالو قوانينو پرخلاف كار دی .
هغه په بحرين كښې د ولسی اعتراضونو په دوام ټينګا سره په بحرين كښې د ولسی پاڅون د انحراف لپاره د ال خليفه رژيم د دوكې وركولو په باره كښې خبرداری وركړ .
د بحرين خلكو پرون هم په بيلابيلو سيمو كښې د ديكتاتور حكومت پرضد مظاهرې وكړې او په خپل هيواد كښې یې د يوه جمهوری حكومت د ټينګيدا غوښتنه وكړه چې د خلكو د رايو پراساس جوړ شوی وی .
د بحرين خلكو د خپل هيواد دخلكو پر ضد د جنايتونو د ترسره كونكو حكومتی مسولانو دمحاكمه كيدا او دټولو نيول شويو بنديانو دخوشی كيدا غوښتنه وكړه .
دويلو ده چې دبحرين خلكو له تيرې فرورۍ مياشتې راهسې دديكتاتور رژيم پرضد پاڅون پيل كړی خو سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو او اردن بحرين ته دامريكا په اجازې دعسكرو په استولو سره هلته دخلكو ځپل پيل كړی دی او بې ګناه خلك وژنی .
دبحرين ، سعودی عربستان اواردن عسكر دغه راز د بحرين د خلكو په كورونو او جوماتونو حمله كوی او هغه ړنګوی .
909819