د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د رهبرۍ معظم مقام دفتر پرون په يوه بيانيه كې اعلان وكړ د شيعه مسلمانانو د دريم امام حضرت ابو عبد الله الحسين د شهادت له امله د وير مراسم له نن شپې نيولې تر ۶ راتلونكو شپو د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر په شتون كې د تهران د امام خمينی رحمه الله عليه په حسينيه او امام بارګاه كې تر سره شول.
د رهبرۍ دفتر په دې بيانیې كې د عصمت او طهارت د اهل بيتو عليه السلامو له ټولو مينه والو غوښتی چې په دې مراسمو كې ګډون وكړی.
دا مراسم به له پرون شپه د ماښام او ماسخوتن لمانځه نه پس د قران پاك نړيواله قاری ښاغلی سعيديان د قران پاك تلاوت سره شورو شول او په دوام كې به یې اقای دعایې وينا وكړه او د امام حسين عليه السلام د پاڅون مختلف اړخونه بيان كړل او نورو ذاكرانو هم په مرثيو سره ماتم وكړ او مظلوم امام لپاره یې ژړه وكړه.
910366