IQNA

د زده كړې او په تفريحی ځايونو كښې د حجاب او پردې د منعه كولو له پاره د فرانسې د سنا جرګې فيصله.

23:45 - December 05, 2011
د خبر لمبر: 2234417
بين المللی ډله: د فرانسې سينیټ اراده لری چې په تفريحی ځايونو، د ماشومانو په نرسريو او په ځينو عمومی مركزونو كښې د اسلامی جامې د ممنوعيت د قانون مسوده د رائې له پاره وړاندې كړی.
د «saphirnews» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فرانسې يو شمير سناټوران په عمومی ځايونو كښې له مذهبی سيمبولونو څخه د استفادې د منعه كولو په پلمه كوشش كوی اسلامی جامه ددغې طرحې په چوكاټ كښې مطرح كړی او په ښونځيو، د ماشومانو په مركزونو او په تفريحی مركزونو كښې حجاب يا پرده كول ممنوع اعلان كړی.
لدغې فيصلې نه وروسته په فرانسه كښې له اسلام څخه د ويرونې سره د مقابلې تنظيم د يوې بيانیۍ په خپرولو سره سنا جرګې ته د دغه قانون د مسودې وړاندې كول وغندل او ټينګار ئې وكړ: دغه بنديز د هغو مسلمانو ميندو پر خلاف د نژادی تبعيض يو ډول دی چې د خپلو ماشومانو سره د يوځائې پاتې كيدو له پاره د ماشومانو په نرسريو او يا په تفريحی مركزونو كښې په شتون باندې مجبورې دی. 910666
captcha