د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د شهيدانو د سردار حضرت امام حسين عليه السلام د شهادت په غم كې د اسلامی انقلاب ستر لارښود په امامباړې كې د لسم محرم يعنی دعاشورا شپی دستورې وشوی چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای هم پكې برخه درلوده.
د وير په دغو دستورو كښې د ايران د ملت بيلا بيلو پرګنو او مسئولانو برخه اخيستی وه چې ماتم یې وكړ او سينې یې ووهلی.
په دغو دستورو كښې د حسينی غورځنګ اړخونه بيان شول او وروسته د پيغمبر د اهل بيتو ويرويونكو يا مداحانو او ذاكرانو د كربلا د سردار، اهل بيتو او د هغوئ په يارانو باندې تير شوی كړاؤنه او ظلمونه بيان كړل.
د حضرت امام حسين (عليه السلام) د شهادت د وير دستورې د رهبر په سترې امامباړې كې د هغه په شتون د محرم مياشتې له اوومی پيل شوی او د دغه مياشتې تر ۱۲ به دوام ولری.
911211