IQNA

د عاشورا مراسم په ډيره پراخه توګه په افغانستان كې هم ترسره شول

14:31 - December 06, 2011
د خبر لمبر: 2234471
ټولنيزه ډله: په افغانستان كې هم شيعه اوسنی مسلمانانو د حضرت امام حسين ع عزادارۍ مراسم نن په ډيره پراخه توګه ترسره كړل.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، دغه مراسم د كابل په ټولو جوماتونو او امام باړه ګانو كې په مرثيه ويلو او د عزادارۍ په راز راز مراسمو سره ترسره شول.
د افغانستان مومن او مسلمان خلك د پيغمبر اكرم په اهل بيتو مين او د عاشورا د حماسې لارويان دی، او هر كال ټول مسلمان چې شيعه او سنی پكې شامل دی، دغه مراسم په ګډه او په يووالی سره ترسره كوی.
د اسلام او افغانستان دښمنان هڅه كوی چې دغه يووالی او اتحاد داغی كړی نو په همدې لړ كې د نن ورځې د ترهه ګرو حملو په څير د نقاق رامنځته كولو دسيسې جوړوی،خو دافغانستان مومن مسلمانان هیڅكله د دښمن د دسيسو ښكار نه كیږی.
captcha