IQNA

11:27 - December 07, 2011
د خبر لمبر: 2234735

بان كې مون په كابل كې پر حسينی ويرجنو ترسره شوی بريدونه وغندل

نړيواله ډله: د ملګرو ملتونو عمومی منشی، بان كې مون او د بېلابېلو هېوادونو او نړيوالو ارګانونو په افغانستان كې پر حسينی ويرجنو ترهګر بريدونه وغندل.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له افغانستان له خبری اژانس (afghanpaper)، یې نقلوی چې د ملګرو ملتونو عمومی منشی، بان كی په افغانستان كې پر حسينی ويرجنو ترسره شوی پرونی ترهګر بيدونه چې له امله یې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښتله سخت وغندل.
ديوبل خبر له مخې د تركیې د بهرنيو چارو وزارت هم دغه بريدونه سخت غندلی دی.
د شين هېوا خبری آژانس د رپوټ له مخې د تركیې د بهرنيو چارو وزارت پرون په يوه بيانيه كې اعلان وكړ چې انقره په پلازمينه كابل كې د حسينی عاشورا په ورځ خونړی بريد په كله غندی.
په دې بيانيه كې ټينګار شوی چې ترهګرو بريدونو په افغانستان كې سوله او ټيكا خپله تر بريد لاندې راوستلی دی.
د ايران اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو وزير علی اكبر صالحی هم په افغانستان كې پرحسينی عاشورا ترسره شوی بريدونه غندلی او دا كار یې په افغانستان كې د قومی اختلافونو د رامنځ ته كولو په موخه بللی دی.
911501
captcha