پرون ماسپښين د حضرت ابوالفضل العباس ع د زيارت په حويلۍ كې يوه ځان وژونكې حمله وشوه، چې پكې ۶۰تنه شهيدان او تر ۱۶۰نور هم ژوبل شوی دی . همدا راز د افغانستان په مزار شريف ښار كې هم په حسينی عزادارانو ترهه ګره چاودنه وشوه چې پكې ۶ تنه شهيدان او يو شمير نور هم ژوبل شول .
په لومړی غبرګون كې د افغانستان دولت طالبان د دغه حملې مسوول طالبان بللې دی خو طالبانو د يوې بيانیې به خبرولو سره دغه تور رد كړی او ويلې یې دی چې دا حمله په افغانستان كې پرتو بهر نيو عسكرو له خوا شوی ده.
دا په داسې حال كې ده چې د ابو منصور په نوم يوه كس د انګلستان يوې رسندویې ته په ټيلی فو نی تماس كې د دغو حملو پړه پرغاړه اخيتسی ده .
د افغانستان په كابل او كندهار كې شويو ترهه ګرو پیښو يو لړ پو ښتنې هم رامينځته كړی دی او هغه دا چې سږ كال د تيرو كلونو په اپو ټه د پاكستان په اكثرو سيمو كې په شهيدانو د سالار حضرت امام حسين عليه سلام په ويرجنو كومې ترهه ګرې حملې ندی شوی او سږكال دغه ډول حملې په افغانستان كې شوی دی ؟ بله دا چې افغان طالبانو په دغه ډول حملو كې لاس درلودل رد كړی دی اوس پو ښتنه دا ده چې كه واقعا په دغو حملو كې د لشكر جهنګوی د ترهه ګرۍ ډلې لاس وی نو ايا طالبان چې په تيرو وختو نو كې یې د القاعدې او لشكر جهنګوی په شان له ترهه ګرو ډلو سره ملګرتيا درلو دله ورو ورو له دغو ډلو ځان بيلوی ؟
يا ځينې شناندی دا هم وايی چې كيدلې شی دا كار امريكا د پاكستان د بدنامولو لپاره كړې وی .
د پایې ټكې
په هر حال دا ناوړه او نا ځوان مردانه كار چې هر چا هم كړې وی ، يوه خبره ديره ښه ثابته ده چې هیڅوك هم دا توان نلر ی چې د شيهدانو د سالار حضرت امام حسين عليه د وير او ماتم په دستوروكې خنډ رامينځته كړی ، او د دې ستر دليل دا دې چې هر كال دغه د وير دستورې د تيرو كلونو په پرتله په ډير پرتمين ډول تر سره كیږی ، او د سرور و سالار شهيدان د وينې حرارت به تر قيامته پورې موجود وی.
911677