IQNA

د غزې د تړانګې د بيا رغاونې له پاره د اسلامی پراختيا د بانك ګډون.

22:37 - December 08, 2011
د خبر لمبر: 2235266
بين المللی ډله: د اسلامی پراختيا بانك د غزې د تړانګې د بيا رغاونې په موخه په نژدی ختیځ كښې د فلسطينی كډوالو له پاره د ملګرو ملتو د سازمان د كار او امداد د آژانس سره يو موافقه ليك لاس ليك كړ.
د «un.org» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فارس خليج د همكارۍ په شورا پورې پيئلې د غزې د بيارغاونې كمیټې چې د اسلامی پراختيا د بانك تر نظر لاندې فعاليت كوی، پرون د اردن په پلازمينه عمان كښې د ملګرو ملتو د سازمان د امداد د آژانس (آنروا) سره يو موافقه ليك لاسليك كړ چې د هغه له مخې طرفين دنده لری چې د غزې د چټكې بيارغونې او د فلسطينی كډوالو سره په مرسته كښې د يو بل سره مشاركت وكړی.
همداراز دواړو خواوو ته پكار دی چې په فلسطين كښې د ښوونځيو او د زده د مركزونو په بيارغاونه او د فلسطينی كډوالو د كورونو په جوړولو كښې د فلسطينی مسئولانو سره مرسته وكړی. 911536
captcha