د منځنی ختیځ او د افريقې د مسائلو ايتوپيايی كارپوه «زوگه آباته» د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د مصر له ټول ټاكنو نه وروسته د صهيونيسټی رژيم د حالاتو په اړه ددغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: د مصر انتخابات او په وړومبۍ مرحله كښې د خلكو د رائې صندقونو ته ورتلل په دغه هيواد كښې د مدنی آزاديو وړومبۍ وږمه وه. دغه بې مخينې ولسی شتون او ګډون له دوو اړخونو څیړلی شو، يو د پوځ د شاتګ له پاره د خلكو غوښتنه او بل د حسنی مبارك نه پرته په نړۍ كښې د هويت تر لاسه كولو له پاره د مصر د خلكو كوشش.
دوی څرګنده كړه: د مصر بدلولونه او په دغه هيواد كښې د اخوان المسلين كاميابی يو ستره زلزله او انقلاب ګڼل كیږی، يوه داسې زلزله چې د غاصب رژيم ستنې لړزوی او له تل ابيب څخه د رول لوبولو قدرت اخلی. په مصر كښې به نوی حكومت د اسرائيلو سره د مقابلې سبب شی چې دغه كار د تل ابيب ويرونكی خوبونو حقيقت ته لا نژدې كوی. 911463