په لبنان كښې د جامعةالمصطفی(ص) العالمية استازی حجتالاسلام والمسلمين مصطفی جعفر پيشه د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې ددغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: سيد حسن نصرالله د ولايت فقيه په پيروۍ كښې ځان د حضرت امام خامنهای(مد ظله العالی) سر تيری ګڼی، دوی څو كاله مخكښې په يو اسلامی كانفرنس كښې د ټولو كيمرو په وړاندې ټیټ شو او د آقا مټ ئې ښكل كړ، دا كار هغه مثالی حركت وو چې نصرالله په ډير وياړ سره تر سره كړ او وئې ښودله چې مقاومت په ولايت فقيه باندې ايمان لری او د مقاومت برياليتوب او عزتمنی د ولايت فقيه د كاميابۍ په ګرو كښې ده.
دوی د دنيا او آخرت نيكمرغی د ولايت فقيه د برياليتوب په ګرو كښې بولی. 910724