IQNA

22:36 - December 08, 2011
د خبر لمبر: 2235268

نصرالله په سياسی انديشه او فكر كښې د امام خمينی (ره) او د شهيد باقر صدر پيرو دی.

بين المللی ډله: په ولايت فقيه باندې د لبنان د حزب الله غورځنګ د لوئې مدير روده او مسلك د امام خمينی(ره) او د شهيد سيد محمد باقر صدر د لارې او رودې يو تركيب دی، هغه لار چې د مظلومانو په تيره بيا د سيمې د مسلمانو خلكو له پاره عزت او سرلوړی په سوغات راوړې ده.

په لبنان كښې د جامعةالمصطفی(ص) العالمية استازی حجت‌الاسلام والمسلمين مصطفی جعفر پيشه د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې ددغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: سيد حسن نصرالله د ولايت فقيه په پيروۍ كښې ځان د حضرت امام خامنه‌ای(مد ظله العالی) سر تيری ګڼی، دوی څو كاله مخكښې په يو اسلامی كانفرنس كښې د ټولو كيمرو په وړاندې ټیټ شو او د آقا مټ ئې ښكل كړ، دا كار هغه مثالی حركت وو چې نصرالله په ډير وياړ سره تر سره كړ او وئې ښودله چې مقاومت په ولايت فقيه باندې ايمان لری او د مقاومت برياليتوب او عزتمنی د ولايت فقيه د كاميابۍ په ګرو كښې ده.
دوی د دنيا او آخرت نيكمرغی د ولايت فقيه د برياليتوب په ګرو كښې بولی. 910724

captcha