د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام و المسلمين كاظم صديقی دايران دهوايی دفاعی سيسټم او د اليكټرونيك جنګ ډلو لخوا دامريكا دبې پايلوټه الوتكې په اختيار كښې اخيستلو ته په اشارې سره داسلامی ايران دښمانانو ته خبرداری وركړ دايران ملت له هیڅ ګواښ نه ويریږی او دايران داسلامی جمهوريت وسله وال ځواكونه ددښمانانو دګواښونو په مقابل كښې ویښ او هوښيار دی .
ښاغلی صديقی دغه راز له انګلستان سره دايران داړيكو دسویې په كمولو كښې دايران داسلامی شورا زړور چلند هم دايران ملت ته دپارلمان لخوا تحفه وبلله او و یې ويل په داسې حال كښې چې انګلستان بايد له ايران سره په چلند كښې بياكتنه كولائ دايران پرضد دډيرو بايكاټونو داعمالو هڅه وكړه .
دايران اسلامی شورا په تيرې نومبر مياشتې كښې دايران دملت پرضد دانګلستان ددښمانه سياستونو په علت په يوې مصوبې كښې له لندن سره داړيكو دسویې كمولو ته رايه وركړه .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دبسيج دمستضعفانو ځواك دجوړيدا كليزې ته په اشارې چې دايران داسلامی جمهوريت دبنسټګر حضرت امام خمينی ره په حكم جوړ شوی وو وويل بسيجيان اسلامی اخلاق لری او ريا كار او دنيا پرست نه دی .
هغه دمحرم مياشتې او دتاسوعا او حسينی عاشورا دورځو په قدرونې سره وويل دعصمت او طهارت داهل بيت عليه السلام دښمانانو په دومره اندازه دشيعه مسلمانانو له دريم (۳)امام حضرت امام حسين عليه السلام سره دومره كينه لرله په عربو ټولنه كښې دلومړی ځل لپاره دامام حسين عليه السلام له شهيدولو و روسته یې دهغه سر غوڅ كړ او دهغه سر یې په نيزې وځړوه .
912251