د «ajib»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ددغه قانون مسوده څو مياشتې مخكښې د صهيونيسټی رژيم د بهرنيو چارو د وزير «آويگدور ليبرمن» په مشرۍ د «اسرائيل بيتنا» ګوند له خوا وړاندې شوې وه خو ددغه رژيم پارليمان (كنست) تيره مياشت ددغې موضوع د حساسيت په وجه هغه تصويب نه كړه او نتانياهو په دې وروستيو كښې ددغه نژاد پرستانه قانون د تصويبولو له پاره چمتو شوی دی.
د اسرائيلو د كنست مشر په دې هكله وئيلی دی: د دغې مسودې تصويبول به په حقيقت كښې د اسرائيلو له خوا په نيواكی ځمكو او په ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو پرخلاف د جنګ اعلان وی او د فلسطين په ټولو كليو، ښارونو او سيمو كښې ددغه قانون اجرا كول، د پوليسو د ګڼ شمير ځواكونو شتون ته اړتيا لری او دا كار به د پوليسی ځواكونو او د فلسطينيانو ترمينځ د نښتې د سختيدو سبب شی. 912614