IQNA

په فرانسه كښې د دوو مسجدونو د سوزولو عاملان په حبس محكوم شول.

22:08 - December 12, 2011
د خبر لمبر: 2237600
بين المللی ډله: د فرانسې د «لوآر»(Loire) ښار محكمې دوه ځوانان د اسلامی عبادت ځايونو د سوزولو په تور په حبس محكوم كړل.
د «trouvetamosquee» د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د لوآر ښار محكمې په «سن شاموند»(Saint Chamond) نومی جومات باندې د حملې عامل په درې كاله قيد او درې كاله تعليقی حبس او په «سن ـ اتين»(Saint Etienne) مسجد باندې د حملې عامل په درې مياشتې جيل او دوه كاله تعليقی قيد باندې محكوم كړ.
همداراز درې نور ځوانان هم ددغو دوو اسلامی ځايونو په سوزولو كښې د ګډون كولو په تور په يوكال تعليقی حبس باندې محكوم شول.
دغو پنځو ځوانانو په 2006 ميلادی كال كښې په دوو جوماتونو باندې په حملې او د هغو دننې ته د اوربلونكو موادو په غورځولو سره په دغو دوو عبادی ځايونو كښې اور لګولی وو چې د پوليسو له تحقيقاتو نه وروسته ونيول شول او محكمه شول. 914211
captcha