IQNA

22:08 - December 12, 2011
د خبر لمبر: 2237602

د علی اف شيعه ځپنه په آذربائيجان جمهوريت كښې له مذهبه د ليری والی په تابوت باندې يو بل ميخ.

بين المللی ډله: د آذربائيجان جمهوريت شيعه مسلمانان په داسې حال كښې تر سختو اقتصادی او اجتماعی دباوونو لاندې شتون لری چې ددغه هيواد زياتره نفوس تشكيلوی، د (باكو) حكومت هڅه كوی چې د يولړ مذهبی محدوديتونو په لګولو سره د هغو ټولنيزو او سياسی آګاهيو مخه ونيسی چې د تشيع په نجات بخښونكی مكتب باندې په توسل سره امكان لری.

آذربايجان جمهوريت د كيسپيئن سمندرګی د څنډې هغه هيواد دی چې د ايران سره د يو لړ كلتوری او ټولنيزو وابستګيو په لړ كښې، د خپل بهرنی سياست په برخه كښې تل د تهران له فيصلو څخه متاثره دی. په تيرو ٥ كالو كښې د باكو د كړچار په جاجونې او په دغه وړوكی او غريب هيواد كښې د مالی او اداری فساد د پراخې كچې په څیړلو سره د آذربايجان د جمهور رئيس «الهام علی‌اف» د ډيكټاټورۍ يو څرګند تصوير ليدې شو. علی اف چې د خپل پلار له مرګه وروسته په آذربايجان كښې د قدرت په ګدۍ كښيناست، نن سبا د صهيونيسټی رژيم په يو پټ ملاتړی باندې بدل شوی دی او په خپل منځی اړيكو كښې ئې د تهران له ښه نيت نه ناوړه استفاده كړې ده.
لكه څنګه چې ورته اشاره وشوه باكو د تيرو ٥ كالو په اوږدو كښې صهيونيسټی رژيم ته د نژديكت او د ايران د جغرافيائی پولو ترڅنګ ددغه رژيم پلاويوته د فعاليت د اجازې وركولو سره سره د آذری شيعه او مسلمان ولس په وړاندې هم په اوسپنيز سوك سره برخورد كړی دی. ددغه هيواد په يوه وروستۍ مصوبه كښې چې د روان كال د نومبر په ١٥ تصويب شوه، د محرم د مياشتې په نښه كولو سره د دينی فرهنګ په تبليغاتو او خپرولو كښې د محدوديت قاعده جوړه كړه. 914115
captcha