د (KUNA) خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: بان كی مون په نيواكی ځمكو كښې د استوګنې د نويو ودانيو د جوړولو له پاره د صهيونيسټی دولت د فيصلې په هكله د تيرې ورځې د رپورټونو په غبرګون كښې د اندیښنی څرګندونه وكړه.
دوی د يوې بيانیې په خپرولو سره د افرات نومی يهودی ميشت ښارګوټی په نژديو كښې چې د بيت الحم په خوا كښې پروت دی، د استوګنې د ٤٠ ودانيو له جوړولو څخه كومې چې د ښارګوټو د پراختيا له پاره د فضاد برابرولو په موخه جوړيدونكی دی، اندیښنه څرګنده كړه.
بان كی مون په دغه بيانيه كښې له اسرائيلو نه يو ځل بيا وغوښتل چې ودانۍ جوړونه بنده كړی او دغه اقدام ئې د بين المللی قوانينو نقضول او د دواړو خواو ترمينځ د مذاكراتو بې اثره كونكی وباله. 914926