د اردن چاپ الدستور ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه نړيوال كانفرنس له ټولو اسلامی هيوادونو څخه د ديرشو تكړه شخصيتونو په ګډون سره تر سره كیږی.
د اردن د اسلام علومو د نړيوال پوهنتون رئيس عبدالناصر ابوالبصل په دې هكله ووئيل: په دغه پوهنتون پورې پيئلې د قرآنی د عالی مطالعاتو او د قرائت د ښوونې مركز د دغه كانفرنس د جوړولو مسئوليت په غاړه لری.
دوی دې ټكی ته په اشارې سره چې (قرآن او په اسلامی تمدن كښې د هغه موقعيت) نومې نړيوال كانفرنس نن په وړومبی ځل په اردن كښې پيلیږی او درې ورځې به جاری وی، زياته كړه: د دغه كانفرنس د جوړولو هدف د هغو هڅو او كوششونو بيانول او تشريح كول دی چې د قرآن كريم د نازليدو له پيل نه تر نن ورځې پورې ددغه آسمانی كتاب د حفاظت له پاره شوی دی. 914895