د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر احمدی نژاد نن په جنوب لويدیځ كښې د ياسوج سيمې د خلكو په ټول كښې وويل ترټولو وژونكی كسان او ترټولو فاسد حكومتونه ددنيا په اصلی مركزونو مسلط شوی دی.
د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد وويل سلطه غواړی قدرتونه دهغو ملتونو او انسانو پرضد چې دبشر دحقوقو ، ډيموكراسۍ او دازادۍ بيرغونه یې په لاس كښې اخستی دی دسيسه كوی امريكا دغه راز دعدالت غواړو او خپلواكۍ غواړو ملتونو پرضد هم دسيسی كوی او ددغو ملتونو دازادۍ او پرمختګ مخه نيسی .
ښاغلی احمدی نژاد وويل دايران ملت دتاريخ دترټولو ازاد ملت په توګه ياد كړ او ویې ويل د ايران ملت تل په عدالت او سولې پسې دی خو امريكا او ملګری یې په ځان منمه او له سپكاوی په ډكو خبرو سره دايران په ستر ملت تور لګوی.
915457