IQNA

19:08 - December 14, 2011
د خبر لمبر: 2238935

په مصركې له اسلامی ویښتيا وروسته انتخابات دويم پړاو ته ورسيدل

نړيواله ډله: د مصر د پارلمان د لومړنيو انتخاباتو دوهم پړاو چې د پخوانی ديكتاتور حسنی مبارك له نسكوريدا او د خلكو له انقلاب وروسته تر سره كیږی نن پيل شو.

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصر ورځ پاڼې اليوم السابع یې نقلوی چې د مصر په ميليونو نو خلك ددغه هيواد په نهو (۹)ولايتونو كښې دپارلمان دانتخاباتو په دوهم (۲)پړاو كښې دګډون لپاره نن سهار د رايو صندوقونو ته ورغلل .
كابو درې زره او درې سوه اوه اتيا كانديدان د انتخاباتو په دوهم پړاو كښې د پارلمان د يوسل اتيا څوكيو د ترلاسه كولو لپاره چې نن او سبا په الجيزه ، الشرقيه ، الاسماعيليه ، بنی سويف ، سويز، البحيره ، سوهاج او اسوان كښې ترسره كیږی سيالۍ كوی .
دوه زره او دوه سوه يواويا(۲۲۷۱) خپلواكه كانديدان د پارلمان دشپيتو څوكيو(۲۶۰) او يو زر او شپاړس (۱۱۱۶)كانديدان دګوندونو په فهرست كښې ديوسل شلو(۱۲۰) څوكيو دترلاسه ولو لپاره سيالۍ كوی .
په مصر كښې كابو نولس (۱۹)ميليونه خلك په انتخاباتو كښې دګډون په شرطونو پوره دی او دغه كسان به په څلور زره او پينځه سوه نهه اتيا (۴۵۸۹)انتخاباتی حوزو كښې خپلې رایې واچوی .
د مصر دپارلمان د دانتخاباتو دوهم (۲) پړاو دپوليسو او پوځ په سختو تدبيرونو سره كیږی .
څارونكی وايی چې دمصر دپارلمان دانتخاباتو دوهم (۲)پړاو دلومړی پړاو نتيجو ته په پام سره ددغه هيواد د راتلونكی پار لمان دبرخليك په ټاكلو كښې ټاكونكی رول ولری .
د مصر د پارلمان د انتخاباتو دريم پړاو په راتلونكی كال كښې په جنورۍ مياشت كښې كیږی.
915810
captcha