د عربستان چاپ الرياض ورځپاڼې په نقل د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د كانفرنس دا دوره ( د اسلام په نړۍ كښې د نوې رسنۍ او د ارتباطاتو د ټيكنالوجۍ اغيزه ) په عنوان سره د انډونيشيا د دينی چارو د وزارت په همكارۍ سره تر سره كیږی او د روانې ليندۍ د مياشتې تر ٢٤ نیټې پورې به دوام ولری.
د انډونيشيا د دينی چارو وزير سوريا دارما علی د جكارته د اسلامی رسنۍ د كانفرنس د پرانيستې په مراسمو كښې ټينګار وكړ: دغه كانفرنس د اسلامی هيوادونو د هركلی سره مخامخ شوی دی او په دې كانفرنس كښې ٢٤ اسلامی هيوادونه او د اسلامی او بين المللی رسنيو په چارو كښې ٤٠٠ محققان او كارپوهان ګډون كوی.
دوی زياته كړه: اسلامی امت نن سبا د ګڼ شمير لانجو سره مخامخ دی او د دغو لانجو او ستونزو سره د مقابلې له پاره په كار دی چې متحد شو او د پرمختللې نړۍ سره د يوځائې كيدو له پاره له نويو رسنيو او ټيكنالوجيو څخه استفاده وكړو. 914718