IQNA

په نيواكی قدس كښې د صهيونيسټانو له خوا د مسجدونو د سوزولو دوام.

21:50 - December 14, 2011
د خبر لمبر: 2238981
بين المللی ډله: صهيونيسټو ښارګوټی ميشتو نن سهار د قدس شريف په نيواكی برخه كښې يو جومات وسوزوه.
د «CPI» د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: صهيونيسټو ښارګوټی ميشتو نن سهار د قدس شريف په يوه سيمه كښې په يو جومات باندې په حملې سره د دغه اسلامی عبادی ودانۍ ځينو برخو ته زيان ورسوه او د دغه جومات په ديوالونو باندې ئې د مسلمانانو پر خلاف يو لړ شعارونه وليكل.
د پیښې ځائې ته د اوروژونكو ځواكونو د چټكې رسيندنې په وجه د جومات زياتو برخو ته د اور د خوريدو مخنيوی وشو او د دغه اسلامی عبادتی ودانۍ يوازې يوه كوټه وسوزيده. 915807

captcha