د انګلستان د اسلامی مركز د عمومی روابطو د دفتر له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس د انګلستان د اسلامی مركز د مياشتنيو غونډو د لړۍ يوه برخه ده چې د ( اسلام او زندګی) په عنوان سره ترسره كیږی او د نړۍ د مالی كړكيچ دلائل او پائيلې به پكښې وڅیړلې شی.
د انګلستان اسلامی مركز په يوه بلنه كښې په دغه كانفرنس كښې د ګډون مينه والو ته دعوت وركړی دی او په دغه بلن ليك كښې راغلی دی: نړۍ نن سبا د مهمو اقتصادی بدلولونو سره مخ ده چې د زياترو مالی موسساتو او نړيوالو بانكونو په راتلونكی باندې به اغيزه وكړی، او نن د انګلستان اسلامی مركز هم د دغې مسئلې په فكر سره خپل مياشتنې كانفرنس د نړۍ اقتصادی تحولاتو او بدلولونو ته مختص كړی دی.
د دغې بلنې په دوام كښې راغلی دی: د نړۍ اقتصادی كړكيچ تر زيات حده پورې د معاصرې نړۍ د انسان ژوند تر اغيزې لاندې راوستې دی او د خپلو ورځنيو اړتياوو په رفع كولو كښې ئې انسان د مشكل سره مخامخ كړی دی. 915643