IQNA

23:57 - December 15, 2011
د خبر لمبر: 2239290

په قزاقستان كښې په يو پوهنتون كښې د حجاب او پردې د ممنوعيت قانون لغوه شو.

بين المللی ډله: د قزاقستان په شمال لويدیځ كښې د يو پوهنتون چارواكو د اتو سترناكو محصلينو د اعتراض او له دغه پوهنتون نه د شكايت د ګواښ نه وروسته د حجاب او ستر د ممنوعيت قانون لغوه كړ.

د «Islam Today» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د «ساقتاقان بايشو» (Saqtaghan Baishev) پوهنتون ستر ناكو محصلينو په دغه پوهنتون كښې د حجاب او پردې د ممنوعيت په اعتراض كښې اعلان كړې وو چې د اسلامی حجاب د استعمالولو په دليل پوهنتون ته نه شی ورتلې.
دغو محصلينو د قزاقستان د بشری حقوقو د ادارې نه په مرسته اخيستلو سره يو وكيل ونيوه چې دغه وكيل تيره اونۍ د پوهنتون د مشر سره ملاقات وكړ او د دغه پوهنتون مسئولانو ته ئې يادونه وكړه چې د دغه پوهنتون د حجاب او پردې د منعې قانون د قزاقستان د قوانينو خلاف دی.
له دې نه پس د دغه پوهنتون مسئولانو د استاذانو او محصلينو سره د بحث او خبرو اترو نه پس، د روانې ليندۍ د مياشتې په ٢١ په دغه پوهنتون كښې د حجاب او پردې د منعې قانون په رسمی توګه لغوه كړ. 915544

captcha