IQNA

17:24 - December 16, 2011
د خبر لمبر: 2239474

ايت الله كاشانی: د ايران په هوای حريم د امريكا د بې پايلټه الوتكې تيرې وغنده

سياسی او ټولنيزه ډله: ايت الله امامی كاشانی نن د تهران د جمعې لما نځه په خطبو كې د ايران هوايی حريم ته د امريكا د بې پايلیټه جاسوسی الوتكې ورداخليدا ته پا اشارې سره د نړۍ له هيوادونو په تيره بيا د امريكا له ملته پوښتنه وكړه ايا د جاسوسی لپاره د هيواد هوايی حريم ته غير قانونی ورتګ جرم ندې؟

د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب د دې خبرې په كو لو سره چې د ملګر و ملتو د منشور د دوهمې مادې د څلو رم بند پر اساس له زوره هر ډول استفاده يا د هيوادونو د سياسی خپلواكۍ او مځكنې بشپرتيا پر ضد له هغه استفاده د نړيوالو قوانينو خلاف ورزی ده او د خپلوا كه هيواد په ازادی تيرې حسابیږی ، زياته كړه د امريكا حكو مت بايد په رسمی توګه له اسلامی ايرانه د جاسوسی او هوايی حريم د خلاف ورزی په هكله بخښنه وغواړی .
ايت ا... امامی كاشانی وويل د امريكا حكومت د بخښنې پرځای په ډيرې بې شرمۍ سره د دغې الوتكې د ستنولو غو ښتنه كړی ده
د تهران د جمعې لمانځه خطيب پر دې په ټينګار سره چې د امريكا غلط سياست له علم او ټيكنالوجۍ د ناوړه استفادې سبب شوې او نړۍ ته یې وينه بهونه او جنايت ډالې كړی دی ، جو ته كړه په نړۍ كې ظلم او بې باوری واكمنه شوی او د امريكا څاروی ډوله خوی نړۍ اندیښنمنه كړی ده .
ايت ا... امامی كاشانی همداراز په ملګرو ملتو كې د صيهونيسټ رژيم پر ضد د نهم پريكړه ليك تصويبيدا ته په اشارې سره تينګار وكړ د دغو پريكړه ليكو نو په صادريدا سره د ستر اسراييل د خوب د تحقق لپاره د قدس د نيواكګر رژيم هيلې له خاورو سره خاورې كړی دی .
916508
captcha