IQNA

د نجف د طرحې د مسئولانو په ملاتړ سره په عراق كښې د دينی سياحت يا ټورازم پلانول او برابرول.

18:30 - December 17, 2011
د خبر لمبر: 2240198
بين المللی ډله: عراق په يولړ دينی او كلتوری جاذبو سره له پخوا نه تراوسه پورې د اسلامی ميراث او تمدن د مينه والو او ليوالو سرچينه وه او ده، هغه ښار چې نړيوالو ته د عراق د معرفی كولو له پاره يوه دروازه كيدې شی، نو په دې وجه مسئولانو ته پكار دی چې دا فرصت غنيمت وبولی او د نجف اشرف د سياحت د جاذبو د معرفی كولوپه موخه دې راپاڅی.
په تهران كښې د عراق د اسلامی اعلی غونډې استازی ماجد غماس د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: د ( نجف، په ٢٠١٢ ميلادی كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی پائتخت) نومی طرحه، نړيوالو ته د نجف د مهم ښار د موقعيت او د دغه ښار د تاريخی، علمی او ادبی ميراث د معرفی كولو او ورپيژندلو له پاره يو مناسب فرصت دی چې سيمه ايز چارواكی كوې شی د يو لړ برنامو په اجرا كولو سره له دغه فرصته استفاده وكړی او د نجف اشرف تاريخی او دينی بنسټونه مينه والو ته وروپيژنی.
دوی په دوام كښې د نجف په طرحه كښې د علمی شخصيتونو او د كوفې، سامراء او سهله په شان ځايونو او د حضرت امام علی (ع) د يارانو د مقبرو په شان ځايونو د معرفی كولو په ضرورت باندې په ټينګار سره زياته كړه: نجف په عراق كښې تر ټولو مهم دينی مركز دی چې له شيعه مسلمانانو نه علاوه ئې اهل سنت هم ځان ته جذب كړی دی. 915578
captcha