IQNA

فرانسه، د فرهنګونو او كلتورونو تر مينځ د خبرو اترو د نړيوال كانفرنس د مقدماتی غونډې كوربه.

22:22 - December 17, 2011
د خبر لمبر: 2240263
بين المللی ډله: د فرهنګونو او كلتورونو ترمينځ د خبرو اترو د دويم بين المللی كانفرنس مقدماتی يا وارمخكښې غونډه، د روانې ليندۍ د مياشتې په ٣٠ نیټه د فرانسې په استرابورګ ښار كښې تر سره كيدونكې ده
د «آيسسكو» نومی خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فرهنګونو ترمينځ د خبرو اترو د دويم نړيوال كانفرنس د څیړنې له پاره مقدماتی او وارمخكښې غونډه كوم به چې د ١٣٩١ كال د وری په مياشت كښې د آذربايجان جمهوريت په پلازمينه باكو ښار كښې تر سره شی، د روانې ليندۍ د مياشتې په پائې كښې په فرانسه كښې جوړیږی.
دغه مقدماتی غونډه به د يونيسكو، د اسلامی فرهنګ، علومو او ښوونې د سازمان (آيسسكو)، د ملګرو ملتو په سازمان پورې د پېئلو تمدونونو د ائتلاف د سازمان، د اروپا د شوری، او د اروپا په اتحادئې پورې د پيئلی( د نړيوال انسجام او خپلواكۍ د اروپايی مركز) په ګډون سره جوړه شی او ګډون كونكی به په باكو كښی د فرهنګونو تر مينځ د خبرو اترو د دويم بين المللی كانفرنس د تر سره كيدو مختلف اړخونه وڅیړی. 917076


captcha