IQNA

له عراق څخه د امريكائی ځواكونو په شاتګ، د نيواكګرو له پاره حقيقی شكست او ماتې ده.

22:22 - December 17, 2011
د خبر لمبر: 2240264
بين المللی ډله: د بيروت د جمعې د لمانځه خطيب، پرون د جمعې د لمانځه په خطبو كښې له عراق څخه د امريكائی ځواكونو په شاتګ، د امريكې له پاره يوه حقيقی ماتې وبلله.
د اسلامی مقاومت د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بيروت د جمعې خطيب سيد علی فضل الله په امامين حسنين (ع) نومی جومات كښې، د عراق ولس ته د امريكائی نيواكګرو له سلطې نه د عراق د آزاديدو مباركی ووئيله او ټينګار ئې وكړ: له عراقه د نيواكګرانو په شاتګ، د امريكې د پوځ حقيقی ماتې وښودله او دغه كار د عراق د خلكو او د مقاومت د ټولو ډلو په كوشش او هوښيارۍ سره سرته ورسيد.
سيدعلی فضل الله له عراقی مسئولانو نه وغوښتل چې خپل هيواد د امريكې سره په لاس ليك شويو اقتصادی او امنيتی موافقه ليكونو كښې راګير نه كړی او د هغه نيواكګر د وتلو په باب ئې خبرداری وركړ كوم چې د ور له لارې وتلی دی او غواړی چې له يوې بلې لارې بيرته راننوځی.
د بيروت د جمعې د نمانځه خطيب د عراق له ولسه وغوښتل چې د خپل هيواد د جوړښت له پاره متحد او يوموټی شی او مذهبی او قبيله ايز فتنه اچونكی او قومی نښتو ته لمن وهنكی عاملان دې خپلو اهدافو ته له رسيدو نه منعه كړی.
دوی د خپلو ويناوو په يوه بله برخه كښې په فلسطين كښې د اسرائيلو د ښارګوټی جوړونې، د ځمكو د نيونې، د فلسطينی ښاريزو د اجباری او د زور د مهاجرت زياتيدل او چټك كيدل او د جوماتونو سپكاوی او د دغو عبادی ځايونو سوزول وغندل.
د وئيلو ده چې د روانې ليندۍ د مياشتې په ٢٤ د بغداد په بين المللی هوائی ډګر كښې له عراقه د امريكائی نيواكګرو د وتنې په مناسبت د يولړ مراسمو په جوړولو سره د امريكې بيرغ راكوز كړې شو. 917020
captcha