د «Islam Today»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه پرژه به چې په نړۍ كښې په وړومبی ځل اجرا كیږی، له ١٤ هيكټرو نه د زيات مساحت په يوه ځمكه كښې جوړه شی.
دغه كمپلكس د يوبل سره د اسلام، عيسائيت او د يهوديت د دينونو د منونكو د آشنائۍ او د تسامح او د متقابل د احترام د مختلفو زده كړو د وړاندې كولو له پاره د يوې زمينې د رامينځته كولو په موخه جوړیږی.
د دغې مجتمع د رئيسه هيئت غړی باب فريمن په دې اړه ووئيل: تجربو ښودلې ده چې د تعاملاتو او اړيكو زياتيدل كوې شی د مختلفو دينونو د منونكو ترمينځ د متقابل احترام ، شناخت او تسامح په ځان پسې ولری كوم چې د دغو دينونو ابتدائی ارزښتونه دی. 917003