د مصر چاپ د اليوم السابع ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د الازهر پوهنتون عالمانو او محصلينو او همداراز د دغه هيواد يو شمير انقلابی ځوانانو په دغو مظاهرو كښې چې د مصر د دارالافتاء د منشی شيخ عماد عفت د جنازې د ښخولو سره په يو وخت وشوې، د يولړ شعارونو په وركولو سره د عماد عفت او د دغه هيواد د لومړی وزارت د ودانۍ مخې ته د رامينځته شويو پیښو د نورو شهيدانو د شهادت د عاملانو د قصاص غوښتنه وكړه.
مظاهره چيانو همداشان د «الله اكبر ولله الحمد» او «حسبنا الله ونعم الوكيل» شعارونه وركړل او انقلابی ځوانانو ټينګار وكړ: په كار دی چې د شيخ عفت حق واخلو او له اعتراضه لاس وانخلو.
د مصر مفتی شيخ علی جمعه او د دغه هيواد د دارالافتاء د بهرنيو چارو مسئول اشرف فهمی هم د شيخ عماد عفت د جنازې د ښخولو په مراسمو كښې ګډون وكړ.
د مصر د دالافتاء منشی شيخ عماد عفت وړمه ورځ يعنې د روانې ليندۍ د مياشتې په ٢٥، د دغه هيواد د وزيراعظمۍ د دفتر مخې ته د تحصن او اعتراض كونكو سره د پوليسو په نښته كښې په نامعلوم ډول شهيد شو. 917857