IQNA

د انډونيشيا د جوماتونو انټرنیټی شبكه يا نیټ ورك جوړیږی.

13:39 - December 19, 2011
د خبر لمبر: 2241437
بين المللی ډله: د انډونيشيا د مسلمانو پوهانو اتحادئۍ په دغه هيواد كښې د مسجدونو د رول د پراختيا په موخه د (i-mosque)يعنې مجازی مسجد نومې انټرنیټی شبكې د جوړولو خبر وركړ.
د بين المللی اسلامی خبری آژانس (IINA)له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د انډونيشيا د پوهانو د اتحادئۍ مشر «الهام اكبر حبيبی» د دې خبر په اعلانولو سره ووئيل: د دغې شبكې يا نیټ ورك جوړول د اسلامی تمدن د پراختيا په لړ كښې يو كوشش دی.
دوی ووئيل: مسجدونه يوازې د عبادت ځائې نه دی. دغه ډيجیټل شبكه به په عمومی او اجتماعی ډګرونو كښې د جوماتونو هير كړې شوی رولونه او كارونه را ژوندی كړی او د مسجدونو كاركردګی به د آزموينې، درمليزو او تعاونی مركزونو په توګه پياوړې كړی. 917723
captcha