د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د سږكال د حج له مسئولانو او كاركونكو سره په كتنه كښې د حج ظرفيتونه هم له دې لوړ او پراخ وبلل او زياته یې كړه د حج ستر فرصتونه د ژوند په بيلا بيلو ډګرونو كښې د دين د شتون او د سياست او ديانت د وحدت پر اساس د اسلامی تكفر د پراختيا امكان دی ، چې دلته بايد ددغه حقيقت تږو ته صحيح او ډاډمن سپیڅلی اسلامی معارف وروښودل شی .
د رهبرۍ ستر مقام د خپلی وينا په بله برخه كښې په اسلامی ايران كښې د موجودو حقيقتونو په معرفۍ كښې د ايرانيو زيارتوالو د چلند اهميت او رول ته په اشارې سره زياته كړه يو ايرانی زيارتوال بايد له نورو سره د مؤدب ، متدين ، هوسا، با انظباطه او مهربان انسان مظهر وی ، اسلامی ورورګلوۍ ته باوری وی او دغه عملی تبليغ له هر ډول وينا او بيان اغيزمنه دی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای همدغه راز زياته كړه په حج كښې پلانونه بايد په داسی ډول وی چې يوحاجی د وحی په ټاټوبې كښې د خپل شتون له فرصته او له قرآن ، دعا او معارفو څخه زياته معنوی استفاده وكړی
ددغه كتنې په لومړيو كښې او د رهبرۍ د سترمقام له وينا مخكې د ايرانيو حاجيانو سرپرست او د ولی فقيه استازې قاضی عسګر په يوه راپور كښې د حج دمعنوی او كلتوری كړچار په لوړولو كښې د رهبرۍ د ستر مقام دتابياؤ تعقيبولو ته د سږ كال د حج د مسئولانو هوډ او اقداماتو ته اشاره وكړه.
918804