د اسلامی ارشاد او فرهنګ د وزارت د بين المللی چارو او عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: سيد محمد حسينی په الجزاير كښې د اسلامی هيوادونو د كلتور او فرهنګ د وزيرانو په اومه غونډه كښې، له اسلامه د ويرولو سره په مقابله كښې د اسلامی نړۍ د خبريالانو د روزنې د موضوع په تشريح كولو كښې، چې د اسلامی هيوادونو د علمی، آموزشی او فرهنګی سازمان (آيسسكو) له خوا په دغه غونډه كښې مطرح شوه، د يوبل سره د اسلامی مطبوعاتو او خبری آژانسونو په زيات نه زيات ارتباط او اړيكې باندې ټينګار وكړ.
د ايران د اسلامی فرهنګ او ارشاد وزير همداراز ووئيل: په خواشينۍ سره د اسلامی هيوادونو زياتره خبريالان او ورځپاڼه ليكونكی خپل خبرونه او رپورټونه د هغو لويدیځو خبری آژانسونو څخه تر لاسه كوی چې غالبا د امريكې او صهيونيسټی رژيم تر نفوذ او سيطرې لاندې دی. 918650