د alwafd خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: يوسف شداد په يوه مقاله كښې چې په (واللا) نومی انټرنیټی سائیټ كښې خپره شوه،د فلسطينيانو په وړاندې د اسرائيلو نسلی تبعيض وغنده او ټينګار ئې وكړ: د نتانياهو دولت ډموكراسی ناڅه شميری او د فلسطين له مسجدونو څخه د بانګ د غږ د خپريدو د بنديز د قانون مسوده د اسرائيلو له نژادپرستۍ نه پرته بل كوم دليل نه شی لرلی چې د دغه رژيم سياسی نظام ئې عامل دی.
يوسف شداد په دوام كښې زياته كړه: په جوماتونو كښې د بانګ د بنديز قانون په اسرائيلو كښې د نژادپالو قوانينو د جګړې وړومبۍ مرحله ده چې پيلونكی ئې د دغه رژيم د پارليمان يعنی كنست غړی او د ډيموكراسۍ او د اقليتونو د حقوقو د حفاظت ادعا كونكی دی.
دغه اسرائيلی ليكوال څرګنده كړه:د صهيونيسټی وزيراعظم بنيامين نتانياهو له خوا د بانګ د خپرولو د بنديز د قانون د تائيديدو نه وروسته د فلسطين د جوماتونو پرخلاف د«تاج محير» په نامه د تندلارې ډلې يرغلونه تيز او زيات شوی دی. 918648