IQNA

پائيداره سوله يوازې په مقاومت او د ظلم په وړاندې په نه تسليميدو سره ترلاسه كیږی.

23:09 - December 20, 2011
د خبر لمبر: 2242411
بين المللی ډله: په نړۍ كښې سولې ته د رسيدلو يوه لاره، د ظلم په وړاندې نه تسليميدل دی او ايرانيانو د اسلامی انقلاب له برياليتوبه وروسته زده كړی دی چې د زورويونكو په وړاندې دريدنه وكړی او د ظالمانو د سلطې مخه ونيسی
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د سازمان رئيس محمد باقر خرمشاد د (دين د جنوبی كوريا د سولې له پاره) نومی كانفرنس د غړو سره په ليدنه كښې د دغه مطلب په بيانولو سره ووئيل: هيله لرو چې د ايران او جنوبی كوريا دواړه دوست ولسونه په مختلفو زمينو كښې د يوبل سره مرسته وكړی. طبيعی خبره ده چې په هره دوستانه رابطه كښې يوشمير بدغوښتونكی وی چې دغه دوستی نه شی زغملې او پكار دی په تدبير سره له دې پړاو څخه تير شو، په تيره بيا په داسې شرائطو كښې چې لويدیځ په يو ناعادلانه كوشش سره په ايران باندې سخت بنديزونه لګولی دی خو ټولو ته پته ده چې مونږ له ٣٢ كالو نه په بائكاټونو او بنديزونو سره ژوند كړی دی او پوهیږو چې د پرمختګ له پاره څرنګه خپلې لارې ته دوام وركړو. خو په دې منځومان كښې طبيعی خبره ده چې له خپلو دوستانو نه هيله ولرو چې د بدغوښتونكو لارې ته دوام ورنكړی ځكه چې باوری يو چې نړيوالې سولې ته د رسيدلو يوه لاره ، د ظلم په وړاندې نه تسليميدل دی. 918317
captcha