د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی ارتباطاتو او فرهنګ د سازمان يوې څانګې په دغه محفل كښې چې په لاهور كښې د ايران د خانه فرهنګ په همت جوړه شوې وه، د سوپيرير Superior پوهنتون د پروګرامونو د تنظيمولو د كمیټې مسئول په يولړ ويناوو كښې ووئيل: متعال خدای د مسلمانانو د لارښوونې له پاره قرآن پاك نازل كړی دی او هغوی په قرآن او د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) په سيرې باندې په عمل كولو سره د كمال اوج او لوړې مرتبې ته رسيدلی شی او دې ته په پام سره چې محصلين د هيواد د راتلونكی جوړونكی دی، په كار دی د قرآن كريم سره له مخكښې نه زياته مينه ولری.
دوی زياته كړه: د خدای په فضل د ايران اسلامی جمهوريت په څو ورستيو كلونو كښې د قرآنی تعليماتو د پراختيا په موخه د پام او ستاينې وړ خدمات تر سره كړی دی او ايرانی قاريانو د قرآنی فرهنګ او كلتور په خپرولو كښې د پام وړ رول لوبولې دی.
د سپيرير پوهنتون د الهياتو استاذ خالدعثمان علوی هم ووئيل: نن سبا د اسلامی ټولنې او معاشرې اړتيا ته په پام سره په كار دی د ايران او پاكستان تر مينځ د قاريانو تبادله، له مخكښې نه په زياته اندازه بڼه ونيسی چې د دواړو اسلامی هيوادونو اړيكې له مخكښې نه زياتې پراخې شی. 918256