بين المللی ډله: د شيعه مسلمانانو پرخلاف د آل سعود د كوششونو په دوام كښې او د اهل بيتو (ع) پيراوانو ته د ګوذار وركولو لپاره دا ځل سعودی وهابيانو د وصال نومی چينل د فارسۍ ژبې د پروګرامونو په آزمیښتی خپرولو سره، د شيعه مسلمانانو او د اهل بيتو(ع) د تعليماتو د اصلی څيرې د خرابولو له پاره يوه بله هڅه پيل كړه.
د نون خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: سعودی چارواكی او د عربستان د وزيرانو د شوری غړی امير عبدالعزيز بن فهد، په (ټوئیټر) سائیټ كښې په خپله صفحه كښې يو وهابی شيخ محمد العريفی ته په ځواب كښې، د وصال د سپوږمكيزې شبكې د فارسی نسخې په حمايت سره په سپين سترګۍ سره اعلان وكړ: دا چينل مو د تشيع د خرابولو او ورته د ګوذار وركولو په موخه پيل كړی دی.
عبدالعزيز بن فهد چې د سعودی فقيد پاچا فهد بن عبدالعزيز زوې دی، العريفی ته په خطاب كښې ووئيل: نن مو د وصال سپوږمكيز چينل د فارسۍ ژبې څانګه پيل كړې ده او په دې شبكه كښې د برنامو توليد ستا په شان كسانو حمايت ته اړتيا لری.
د دغه رپورټ له مخې عربی ژبې وصال چينل چې د سلفی او وهابی افكارو د پراختيا په لړ كښې د نظروړ او د شيعه مسلمانانو خلاف شبكه ده، خپل فعاليتونه زيات كړی دی او د (وصال فارسی) په نامه ئې يوه شبكه پرانيستې ده چې يوازې د شيعه مذهب د خرابولو او د وهابيت د انحرافی افكارو د پراختيا له پاره فعاليت كوی. 917301