د عربستان چاپ الوطن ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د آيسسكو سازمان لوئې مدير عبدالعزيز التويجری د تيرې ليندۍ د مياشتې په ٢٨ نیټه څرګنده كړه: په الجزاير كښې د دغه كانفرنس په اومه غونډه كښې ګډون كونكو د كلتور او ارشاد وزيرانو، په ٢٠١٣ كال كښې د دغه كانفرنس د اتمې غونډې د ترسره كولو له پاره د عربستان د كوربه توب سره خپل موافقت وكړ.
د عربستان د فرهنګ او رسنيو وزير عبدالله الجاسر هم په دې اړه ووئيل: عربستان له دې نه مخكښې په ٢٠١٣ كال كښې د اسلامی نړۍ د فرهنګی پايتخت په توګه د مدينې د ټاكلو سره په يو وخت په دغه كال كښې د اسلامی هيوادونو د كلتور او ارشاد د وزيرانو د غونډې د كوربه توب د كولو غوښتنه كړې وه چې په الجزاير كښې د دغې كانفرنس په اومه غونډه كښې د موافقې وړ وګرځيدله.
919911