IQNA

د تيونس د ازادګانو كاروان غزې ته روان شو

17:25 - December 24, 2011
د خبر لمبر: 2244267
نړيواله ډله: د تيونس ولس لخوا د انسانی خواخوږی په عنوان سره د مرستې كاروان غزې ته د دسمبر په دوه ويشتمې نیټې روان شو.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «kapitalis»، یې نقلوی چې په دې كاروان كې څلور ټنه دوايانی او طبيبی او روغتونی سامان موجود دی چې هغه په غزې كې فلسطينيانو ته د ضرورت پوره كولو لپاره تياركړی شوی دی.
دا كاروان پرون له تيونس د قاهرې هوایې ډګر ته روان شو او سبا به د فح پولې لخوا غزې ته ننوځی هلته د سرې مياشتې جمعيت او فلسطين ولس د دې كاروان هركلی كوی.
ځينې راپورونه وایې چې دا امداد د غزې په روغتونونو ويشل كیږی.
920848
captcha