IQNA

احمد الطيب: د اسراييلو د ښار كوټو جوړولو په وړاندې چوپتيا جايزه نده

19:50 - December 26, 2011
د خبر لمبر: 2245746
نړيواله ډله: شيخ الازھر احمد الطيب په قاهرې كې د فلسطينی ډلو تر مينځ په اتفاق د اطمينان په څرګندولو سره وويل چې د اسراييلو د ښار كوټو جوړولو په وړاندې چوپتيا جايزه نده
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «CPI»، یې نقلوی چې احمد الطيب له عربی او اسلامی هيوادونو وغو ښتل د هغو سپیڅلتياو د ژغورلو لپاره چې په نيواكی ټاټوبيو كې د اسراييلو له خطرې سره مخامخ دی، له يوه بل سره متحد شی.
ده هم دا راز د الاقصی جومات د سپكاوی او د څه د پاسه يو نيم ميليارډ مسلمانانو د مذهبی احساساتو د راپارولو په اړه د اسراييلو غاصب رژيم ته خبردارې وركړ.
دا په داسې حا ل كې دی چې د مصر د النور وهابی ګوند تينګار كړې دې چې له نيواكګر رژيم سره د كيمپ ډيویډ موافقې ته پا يبنده دې .
راپورونه وايی له صيهونيسټ رژيم سره د اړيكو د غوڅولو لپاره د مصر د ډيرو انقلابی خلكود غوښتنې په اپوټه د النور وهابی ګوند په يوې بيا نیې كې وويل د كيمپ ډيويد د موافقې د لغوه كولو لپاره به كومه هڅه ونكړ ی . د دغه ګو ند ويندوی يسری حماد د نواكګر رژيم د پو ځ له راډيو سره په يوېبې مخينې مركې كې كيمپ ډيویډ موافقې ته په پايبندۍ كې د دغه ګوند دریځو نه تاييد كړی وو.
ځينې شناندی په دې باور دی چې د النور په شان سلفی ډلې او ګوندونه د عربستان په مالی ملاتړ او د امريكا او استعماری قدرتو نو په پلانونې سره په مسلمانا نو كې د وحدت د خرابولو هلې ځلې كوی او د د صيهونيسټا نو او امريكا د هدفونو په لړ كې كوششونه كوی.
922690
captcha