IQNA

( الهی عدل او حضرت مهدی (عج) ) نومې كانفرنس په ميشیګن كښې تر سره كیږی.

22:52 - December 26, 2011
د خبر لمبر: 2245792
بين المللی ډله: ( الهی عدل او حضرت مهدی (عج) ) په عنوان سره د امريكې د مسلمانانو د كنګرې اتم بين المللی كانفرنس د امريكې د ميشیګن ولايت په ( ډربن) ښار كښې جوړیږی
د «Muslim Congress»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې، دغه كانفرنس به د ( نړۍ د عدالت او انصاف په انتظار كښې او عدالت د مهدی (عج) په انتظار كښې ) په شعار او نعرې سره د ١٣٩١ هجری نمريز كال د سرطان يا چينګاښ د مياشتې په ١٠ او ١١ نیټه تر سره شی.
د امريكې د مسلمانانو كنګره يو غير دولتی سازمان دی چې د مسلمانانو په مرستو سره اداره كیږی، دغه سازمان په ٢٠٠٥ ميلادی كال كښې د اسلام د هغو تعليماتو د ترويجولو په موخه كوم چې له پيغمبر اكرم حضرت محمد مصطفی ( ص ) او د هغوی د پاكو اهليبيتو (ع) له لارې مونږ ته منتقل شوی دی، فعاليت كوی او په هیڅ كوم كورنی يا بهرنی ارګان پورې پيئلی نه دی. 922850
captcha